د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ننګرهار ولایت د شینوارو له یو شمېر قومي مشرانو، علمای کرامو او ځوانانو سره لیدنه کړې.
یادو قومي مشرانو او علمای کرامو په افغانستان کې د اسلامي نظام پر ټینګښت خوښي ښودلې او د هر راز همکارۍ ډاډ یې ورکړی دی.
دوی ویلي، چې د اسلامي امارت پایښت د ولسونو ملاتړ او همکارۍ ته اړتیا لري او په دې برخه کې هر راز قربانۍ ته چمتو دي.
د شینوارو قومي مشرانو او علمای کرامو دغه راز د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره د خپلې سيمې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړي دي.
مولوي عبدالکبیر له شینوارو ولسونو څخه په مننې ویلي؛ افغان ولس په تاریخ کې ثابته کړې چې د هېچا غلامي نه مني او د دوی په ملاتړ الحمدلله افغانستان نن د بشپړ اسلامي نظام څښتن دی.
نوموړي په دواړو جهادونو کې د شينوارو ونډه او مبارزه ستایلې او زياته کړې یې ده، چې اسلامي امارت هڅه کوي په ټولو برخو کې د ولس د ښېرازۍ لپاره اساسي کارونه وکړي.
د رياست الوزرا سياسي مرستيال د خپلو خبرو پای کې ویلي، چې په ځينو برخو کې به ستونزې وي، خو موږ يې د رفع کولو لپاره هڅو ته دوام ورکوو او ډاډ يې ورکړی، چې ستونزې به يې د حل په موخه اړوندو ادارو سره شريکې کړي.

