د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان د اهل تشیع د کمېسیون له یو شمېر غړو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې چې په سپیدار ماڼۍ کې ترسره شوه لومړی د افغانستان د اهل تشیع د کمېسیون غړو محمدامیر بازل او علي اخلاقي د نورو په استازولۍ په بېلابېلو برخو کې د اهل تشیع ټولنې ستونزې د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره شریکې او له اسلامي امارت سره یې د خپلې هر اړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانانو ترمنځ په یووالي او اتحاد د ټینګار ترڅنګ وویل؛ اوس د دې وخت دی چې ټول ورونه قومونه په شریکه د افغانستان د ابادۍ او ښېرازۍ لپاره لاسونه ورکړي.
مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، اسلامي امارت د ټولو افغانانو ګډ کور دی، د هیچا ترمنځ تبعیض او توپیر نشته او له نېکه مرغه چې د ملت او دولت ترمنځ واټن له منځه تللی دی.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې دوی ته ډاډ ورکړ چې اړوندو ادارو ته به د اهل تشیع د ستونزو د حل سپارښتنه وکړي

