ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په کابل ولایت کې د قومونو د یووالي او همغږۍ غونډه وشوه

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د کابل د مرکز او ولسوالیو له قومي مشرانو او استازو سره د یووالي او همغږۍ تر عنوان لاندې پراخه ولسي غونډه وکړه.

په دې غونډه کې د یاد وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ مرستیال ملا عبدالخالق عابد، د سرحدي پلټنو معین الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د کوچيانو سمون لوی ریيس مولوي ګل زرين کوچي، د کابل والي شیخ محمد قاسم خالد، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معین حيات الله مهاجر فراهي، د ملي راډیو تلویزیون لوی رییس احمدالله وثیق، د اسلامي امارت نورو مسولینو، قومي مشرانو او دینې عالمانو ګډون کړی وو.

د غونډې په پیل کې د یاد وزارت د دعوت او ارشاد رییس مفتي شفيع الله ثاقب ټولو راغلو میلمنو، علماوو او قومي مشرانو ته ښه راغلاست ویلی او ټول راغلي ولسونه یې د خپل اسلامي نظام په ساتنه مکلف بللي دي.

وروسته د سپین‌ږیرو او علماوو له جملې څو تنو مشرانو د خپلو قومونو په استازیتوب خبرې کړې، د هېواد ازادي یې یو لوی نعمت یاد کړی، او د اسلامي نظام بريا یې د هېواد پرمختګ او اتحاد پیلامه یاده کړې ده.

هغوی په افغانستان کې امنیت، اقتصاد، د نشه یي توکو په وړاندي مبارزه د اوبو د بندونو جوړېدل، د قیمتي زېرمو د قاچاق مخنیوی د اسلامي امارت لاسته راوړنې یادې کړې او زیاته کړې یې ده، چې موږ یوازې بهرنۍ خپلواکي نه ده ګټلې بلکې داخلي خپلواکي مو هم ګټلې ده. له غلو، فسادګرو، زورواکو څخه مو وطن ازاد کړی، اتحاد مو تر منځ شته او یو اسلامي نظام لرو.

د دوی په وینا؛ تر څو چې موږ او تاسې متحد یو د نړۍ هره بلا به شنډه وي.

دوی ټولو ډاډ څرګند کړی، چې د افغانستان له اسلامي امارت سره تر څنګ ولاړ دي او په کلکه یې ملاتړ کوي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي معین ښاغلي فراهي ویلي، چې قومونه د يووالي تر چتر لاندي د هېواد د ابادۍ لپاره په ګډه کار کولای او په سیمه کې د خپل نفوذ په واسطه قومونه اتحاد او یووالي ته رابللای شي.

د کابل والي شیخ خالد غونډې ته په وینا کې ویلي، چې‏ د افغانستان اسلامي امارت مسولین له خپل رعیت او ولس سره له ترحم کار اخلي.

نوموړي د عالیقدر امیرالمؤمنین عمومي بښنه د ترحم یو مثال بللی او زياته کړې یې ده؛ لکه څرنګه مو چې دښمن په نظامي ډګر کې مات کړ همداسې به یې په استخباراتي او تبلیغاتي ډګر کې هم ماتوو او له ټولو قومونو څخه مو هیله ده، چې په استخباراتي تبلیغاتو تېر نه وځي، په خپل نظام باور ولري او ملاتړ یې وکړي.

د غونډې په پای کې ‏د وزارت مرستیال الحاج ملا عبدالخالق عابد ویلي؛ د یووالي له غونډې مو موخه دا نه ده، چې د افغانستان ولسونه متحد نه دي، بلکې هدف مو د ولس ستونزې اورېدل او د هغوی ستونزو ته رسېدنه ده.

نوموړي زیاته کړې، چې غواړو له ولس سره خواله وکړو او د هغوی حال واخلو.

د نوموړي په وینا؛ موږ پر ولس حاکمان نه بلکې د ولس خادمان یو، ځکه دې ولس زموږ خدمت کړی او اوس زموږ نوبت دی چې د ولس خدمت وکړو.

ښاغلي عابد ډاډ ورکړی، چې د اسلامي امارت ټول مشران د هېواد او ولس بچیان او خدمت ته ژمن خلک دي.