ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر په مشرۍ د علماوو یو لوړ رتبه پلاوي اوزبیکستان ته سفر کړی

د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر مولوي نورمحمد ثاقب تر مشرۍ لاندې د هېواد د علماوو لس کسیز عالي رتبه پلاوی د اوزبیکستان مسلمانانو د ادارې د مشر مفتي نورالدین خالق نظر په رسمي بلنه د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو د پیاوړتیا او په دیني او ښوونیزو برخو کې د دواړو هېوادونو د فعالیتونو د همغږۍ  په موخه اوزبیکستان هېواد ته تللي دي.

په دغه سفر کې به د هېواد د لوړ رتبه علماوو پلاوی د اوزبیکستان هېواد د تاشکند، بخارا او سمرقند ښارونو له دیني او اسلامي مرکزونو څخه د لیدنې سربیره د دغه هېواد د اسلامي بنسټونو له مسولینو سره له اسلامي امارت او په ځانگړي توگه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سره د اړیکو ټینګښت، پراختیا او همکارۍ، د دواړو هېوادونو د علماوو ترمنځ د اړیکو پراختیا او پرمختګ ، د جوماتونو او مدرسو په برخو کې یو له بل سره همکاري او تجربې شریکول  او د اسلامي میناتوری او سبک په برخه کې د معلوماتو ترڅنگ په یو لړ نورو برخو کې نظریاتو خبرې وکړي.

د یادولو وړ ده، چې د اوزبیکستان هېواد د سمرقند، بخارا او ترمذ ښارونه کڼ شمېر ديني، علمي او تاریخي مرکزونه لري، چې په سیمه او په ځانګړې توگه په منځنۍ اسیا کې د اسلامي تمدن او کلتور مهمه برخه بلل کېږي .