ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ننګرهار کې په ۱۴۰۲ کال کې ۴۷۶ ورزشي سیالۍ ترسره شوي

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په ۱۴۰۲م کال کې د ښار په شمول په ۲۲ ولسوالیو کې د ورزش د لاپرمختګ په موخه په المپیکي، غیري المپیکي او دودیزو لوبو کې بېلابېلې شانداره سیالۍ ترسره شوي، چې هره سیالۍ یې په بېلابېلو درجو وېشل شوې ده.

په لومړۍ درجه کې، چې د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لورې یې لوبې ترسره شوې، د والیبال سیالۍ دي، چې په ښار کې ۱۸ او په ولسوالیو کې ۶۰ سیالۍ د زرګونه مینوالو او د بشپړ امن په فضا کې پای ته رسیدلي.

په دويمه درجه کې، چې ډیرې لوبې یې ترتیب شوي هغه د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ وې، چې په مرکز کې ۳۰ او په ولسوالیو کې ۸۰ لوبې ترسره شوې.

درېيمه درجه کې د سوک وهنې سیالۍ وې، چې په مرکز کې یې ۳۰ او په ولسوالیو کې ۱۳ لوبې ترسره شوي دي.

په څلورم مقام کې د تکواندو سیالۍ دي، چې په مرکز کې ۱۶ او ولسوالیو کې ۱۴ لوبې ترسره شوي دي.

په پینځمه درجه کې، چې ډیرې لوبې یې ترسره شوې د کراټې سیالۍ وې، چې په ښار کې ۱۵ او ولسوالیو کې یې ۱۲ لوبې ترسره شوي دي.

په شپږمه برخه کې رزمي سیالۍ دي، چې د ګڼ شمیر مینوالو په شتون کې ترسره شوې په مرکز کې ۱۷ او په ۸ لوبې ترسره شوي دي.

په اوومه درجه کې یې د پهلوانۍ سیالۍ وې، چې په مرکز کې یې ۱۷ او ولسوالیو کې پینځه سیالۍ ترسره شوي دي.

په اتمه درجه کې، چې ډیری سیالۍ ترسره شوې، د بدن ښکلا لوبې دي، چې په ښار کې ۱۳ او ولسوالیو کې ۴ لوبې ترسره شوي دي.

 په نهمه درجه کې د فوټبال سیالۍ وې، چې په مرکز کې ۱۲ او ولسوالیو کې ۴ لوبې او نندارې ترسره شوي دي.

په لسم مقام کې د پارکور سیالۍ وې، چې په مرکز کې ۱۱ او ولسوالیو کې یې ۴ لوبې ترسره شوي.

 ۱۱م داوشو سیالۍ دي،چې په ولسوالیو کې ۴ او په مرکز کې ۱۰ سیالۍ ترسره شوي.

 ۱۲مه درجه کې دکونکفتوا سیالۍ وې، چې په مرکز کې ۲ او په ولسوالیو کې ۱۱ لوبې ترسره شوي دي.

په ۱۳م مقام کې د ITF سیالۍ وې، چې په مرکز کې ۴ او په ولسوالیو کې ۸ لوبې ترسره شوې دي.

 په ۱۴م مقام کې د سنوکر سیالۍ وې، چې د په مرکز کې یې ۹ سیالۍ ترسره شوې.

 په ۱۵ مقام کې یې د باسکټبال سیالۍ وې، چې په مرکز کې یې ۶ لوبې ترسره شوې.

په ۱۶ مقام کې د جمناستیک سیالۍ وې، چې په مرکز کې ۴ سیالۍ ترسره شو‌ې.

 ۱۷ مقام کې یې د رګبي سیالۍ وې، چې په لومړي ځل یې په یاد ولایت کې په فعالیت پیل کړی و، ۲ لوبې یې په مرکز کې ترسره شوې.

په ۱۸ مقام کې یې د پاورلفتنګ سیالۍوې، چې دي سالیو هم په لومړي ځل په ننګرهار ولایت کې په فعالیت پېل وکړو او ۱ یوه لوبه یې ترسره شوې ده.

۱۹ مقام کې همدارنګه دودیزې لوبې، چې په مرکز یې ۱۰ او په ولسوالیو کې ۲۲ لوبې ترسره شوې دي.

د پورته ذکر شوو سیالیو مجموعه، چې المپیکي، غیري المپیکي او دویزې لوبې په ښار او ولسوالیو کې ۴۷۶ سیالۍ د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست د غوره رهبرۍ په نتیجه کې د بشپړ امن او یوالي په فضا کې ترسره شوې دي.