د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمطلب حقاني له ملي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي؛ روان کال شاوخوا یو نیم میلیون افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي، چې اسلامي امارت یې وخت پر وخت لاسنیوی کړی او مرستې یې ورسره کړې دي.
نوموړی زیاتوي، چې یاد کډوال د پاکستان او ایران په ګډون له یو شمېر نورو ګاونډیو هېوادونو راستانه شوي دي.
د ښاغلي حقاني په وینا؛ اوسمهال اوه میلیونه افغانان بهرنیو هیوادونو کې کډوال دي، چې درې میلیونه یې ایران، درې میلیونه پاکستان او یو میلیون نور یې د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې ژوند کوي.
دغهراز د یاد وزارت ویاند ویلي؛ درې میلیونه کورني بېځایه شوي کډوال هم ثبت شوي، چې ۱۱ زره یې بېرته خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي.
محمد اسماعیل وفا