ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د مولوي امیرخان متقي او د پاکستان او اوزبیکستان بهرنیو چارو وزیرانو ټلیفوني خبرې؛ د اړیکو په لا پیاوړتیا ټینګار شوی

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار او د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف سره په بېلابېل ډول تلیفوني خبرې کړي.

د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحق ډار ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر په حیث د ټاکل کېدو مبارکي ویلې او هیله یې ښودلې، چې د نوموړي ټاکنه به د دواړو ګاونډیو هېوادونو تر منځ د اړیکو په پیاوړتیا کې مثبت او رغنده رول ولري.

 مولوي امیرخان متقي ویلي؛ سیمه ورځ تر بلې خپل مثبت تعاملات زیاتوي او د سیمې په کچه د سترو زیربنایي پروژو عملي چارې په پیلېدو دي او د پاکستان د رغنده برخې اخیستلو په تمه یو.

 همداراز نوموړي ښاغلي ډار ته افغانستان ته د سفر کولو بلنه ورکړې ده.

اسحق ډار هوډ څرګند کړی، چې د خپل ماموریت په موده کې به د اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره هلې ځلې وکړي.

 دواړو لوریو په ډیورنډ کرښه د مسافرو، ناروغانو او سوداګریز تګ راتګ کې د اسانتیاو په راوستولو او د شته ستونزو په لمنځه وړلو ټینګار کړی دی.

همداراز په یوه بله ټلیفوني اړیکه کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف سره خبرې کړي دي.

په دې مکالمه کې دواړه لوري کابل ته د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزیر پر وروستي سفر، شویو هوکړو او د مسایلو د څارنې په اړه خبرې کړي.

دواړه لوریو ډاډ ورکړی، چې د دواړو هېوادونو اړوندې ادارې به د شویو هوکړه لیکونو پر پلي کولو کار کوي او د کارونو د تعقیب په موخه به د لوړې کچې اړیکې ساتي او په راروانو څو ورځو کي به د اړونده چارو د وزیرانو په کچه تعقیبي غونډه کیږي.