ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

۵۰ تنه افغان ماشومان المان کې له درملنې وروسته بېرته هېواد ته راستانه شول

د افغاني سرې میاشتې له لوري المان ته له لېږل شویو ناروغو ماشومانو۵۰ تنه له درملنې وروسته بېرته هېواد ته راستانه شول.

د دې ماشومانو په ډله کې ځینې سوځېدلي وو او ځینو یې د هډوکو بېلابېلې ناروغۍ لرلې، چې د یوه کال په موده کې یې جرمني کې درملنه وشوه.

په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص ماشومانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دوی کورنیو ته د ماشومانو د روغتیا او بېرته راستنیدو مبارکي وویله او “د سولې کلي” په نوم د المان له خیریه بنسټ یې مننه وکړه، چې له ۱۳۶۸هـ ش کال څخه راپدېخوا له افغاني سرې میاشتې سره په ګډه د دغو ماشومانو د درملنې د بهیر په پر مخ وړلو سربېره په ځینو نورو بشري برخو کې هم افغاني سرې میاشتې ته لاس ورکوي ښاغلي خالص وویل؛ د بېرته راستنو شویو ماشومانو روغتیایي مراقبت افغاني سره میاشت کوي او دوی ته د اړتیا وړ درمل وخت پر وخت رسوي، خو له کورنیو مو هم غوښتنه ده چې د دوی مراقبت ته جدي پاملرنه وکړي او د دوی د فزیکي مراقبت ترڅنګ د دوی اخلاقي مراقبت ته لازمه پاملرنه وکړي؛ ترڅو د همدې ماشومانو پر بنسټ سالمه ټولنه ولرو.