ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو سرپرست وزیر: نوي کال کې د کډوالو د لېږد لپاره طرحه جوړه شوې

د نوي۱۴۰۲ لمریز کال لپاره د هېواد د ننه او بهرنیو کډوالو د لېږد لپاره سالمه طرحه جوړه او ګڼې اسانتیاوې په پام کې نیولې شوې دي.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني فراه ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي، چې یاد وزارت په پام کې لري، ترڅو په نوي ۱۴۰۲ لمریز کال کې د هېواد دننه او بهرني کډوال د سالمې جوړې شوې طرحې او ډاډمن امنیت له مخي بېلا بېلو سیمو ته ولېږدوي او له ګڼو اسانتیاو یې برخمن کړي.

نوموړي دې ولایت ته د خپل سفر موخه د ولایت مقام، کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست او ولس ستونزې، اړتیاوې او ننګونې له نږدې څېړل بللي او زیاته کړې یې ده، چې فراه ولایت له پلازمینې لرې پروت دی او وګړي یې د وروستۍ وچکالۍ او سړې څپې له امله، له سختو ستونزو سره مخ دي.

ښاغلي حقاني ویلي؛ یادو ستونزو ته په کتو سره غواړو، چې د وچکالۍ او نورو ستونزو له منځه وړلو په برخه کې د خیریه بنسټونو او نړیوالو مرستندویه موسسو پاملرنه راواړوو او ژر تر ژره بیړنۍ مرستې ورته چمتو او وویشو.

د کډوالو چارو سرپرست وزیر ډاډ ورکړی، چې ډېر ژر به د دې ولایت پر بېوزلو وګړو او اړمنو کورنیو د خوراکي او غیرې خوراکي توکو چمتو شوې کڅوړې هم وویشل شي.