ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کرېکټ د بریا په ویاړ د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال د مبارکۍ پیغام!

د کرېکټ د بریا په ویاړ د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير د مبارکۍ پیغام!

درنو هېوادوالو او د کرېکټ قدرمنو مینه والو د پاکستان پر وړاندې د افغان لوبډلې پرلپسې او تاریخي بریا مو مبارک شه.

د افغانانو دې بریا وښوده، چې دوی په کمو او د نړیوالو په پرتله په نشتو امکاناتو هم د پرمختګ وړتیا لري.

د افغانستان اسلامي امارت له خپلو لوبغاړو سره ولاړ دی او ژمن دی چې د تېر په څېر به د دوی د وړتیاوو لوړولو لپاره ټولې ممکنه هڅې کوي.

موږ د کرکټ اتلانو د لا بريا هیلې لرو او په پوره اخلاص ورته دعاګانې کوو.

مولوي عبدالکبیر د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال