ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

شیخ شهاب الدین دلاور د ترکمنستان سفیر سره په لیدنه کې؛ هڅه کوو چې د ټاپي پروژې عملي چارې ژر تر ژره پیل شي

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور د ټاپي پروژې له رییس او په کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره د ټاپي پروژې د پرمختګونو، مهمو او بنسټیزو موضوعاتو په اړه خبرې کړي.

 د ټاپي پروژې رییس د یاد وزارت له مشر تابه سره په لیدنې خوښي څرګنده کړې او د ټاپي پروژې د وروستیو پرمختګونو او په نږدې راتلونکې کې د یادې پروژې د عملي کار پیل پر څرنګوالي باندې خبرې کړي دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ټاپي پروژې د پرمختګ اونهايي کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې او ویلي يي دي؛ د دې پروژې کار په چټکۍ سره پر مخ روان دی او هڅه کوو، چې پاتې چارې ژر بشپړې شي ترڅو د دې مهمې او بنیادي پروژې عملي چاري ژر تر ژره پیل شي.

دغه راز شیخ شهاب الدین دلاور د ټاپي پروژې د مسیر د ځمکو د استملاک او د ګازو د نل لیکې د لارې د چاپېریال په پام کې نیولو سره ویلي؛ د ګازو د نل لیکې د لیږد چارې باید د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره په همغږۍ ترسره شي، چې چاپيريال ته زيان ونه رسيږي او همدا راز دې د چاپيريال ټول مسايل په پام کې ونيول شي.

 د ترکمنستان سفير هم ترکمنستان ته د افغان پلاوي د وروستي سفر په اړه معلومات ورکړي او ویلي يي دي، د دغه سفر په ترڅ کې په ترکمنستان کې د افغاني محصولاتو يو نندارتون جوړشوى و، چې د مرمر په ګډون د افغانستان معدني محصولات هم نندارې ته وړاندې شوي و.

په پام کې ده، چې د ترکمنستان یو پلاوی هم په نږدې راتلونکې کې هرات ولایت ته ولاړ شي او د مرمر ډبرو د پېرلو لپاره د هرات ولایت د مرمر ډبرو سوداګرو سره وګوري.