افغانستان له پاکستان سره تر دې مهاله شپږ نړیوالې شل اوریز لوبې کړې، چې څلور یې پاکستان ګتلې وې او په دې وروستیو کې یې دوې افغانستان وګټلې.
د دې دوو لوبو په ګټلو سره لومړی ځل دی چې افغانستان له پاکستان څخه شل اوریزه لوبلړۍ ګټي.
دا درې شل اوریزې لوبې د مارچ په ۲۴مه چې د وري له څلورمې سره سمون خوري د افغانستان په کوربتوب د متحده عربي امارتو په شارجه کرېکټ لوبغالي کې پيل شوې.
په لومړۍ لوبه کې پاکستان افغانستان ته د ټولو لوبغاړو په سوزېدو سره ۹۳ ټارګیټ ورکړ، چې افغانستان ملي لوبډلې د څلورو لوبغاړو په سوزېدو سره د محمدنبي عیسی خیل او نجیب ځدراڼ د ښې ملګرتیا په مټ د ۱۸م اور په پینځم توپ پوره کړ.
دویمه لوبه د پاکستان په بېټینګ پیل شوه، چې د ۶ لوبغاړو په سوزېدو سره یې ۱۳۰ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې ۱۳۱ هدف وټاکه.
دا هدف بیا هم د محمد نبي عیسی خیل او نجیب ځدراڼ په ښې ملګرتیا سره د ۲۰م اور په پینځم بال پوره کړ او دویمه لوبه یې هم پخپل نوم کړه.
درېیمه لوبه چې افغانستان د بالینګ پرېکړه پکې کړې وه، د ټولو لوبغاړو په سوزېدو سره یې د ۶۶ منډو په توپیر بایلوله.
په دې سره افغانستان د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ ۲-۱ وګټله او د افغانستان د غالیو په رنګ 129+b جوړ شوی د اتلولۍ جام یې پخپل نوم کړ.
په دې سریز کې محمد نبي عیسی خیل ته د غوره لوبغاړي جایزه ورکړل شوه.