د ترافیک پولیسو لوی رییس پاسوال حسیبالله مختار وايي، چې د هېواد په کچه او ټولو زونونو کې کوچنیو موټرو ته د ټکسي اسنادو ورکولو لړۍ روانه ده او ټاکل شوې، چې په راتلونکو شاوخوا شپږو میاشتو کې به دغه پروسه ۸۰ سلنه بشپړه شي.
نوموړی زیاتوي؛ دا اداره هڅه کوي ترافیکي سیستم برېښنايي کړي، تر څو د ترافیکي چوپړتیاوو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته او د شته سر غړونو مخه ونیول شي.
د ښاغلي مختار په وینا؛ راسته لاس یا موقت پلیټ لرونکو موټرو ته د پیلټونو وېش پروسه جریان لري او د راتلونکي په اړه یې هم بحثونه روان دي.
د ترافیک پولیس لوی رییس دغهراز له ټولو هېوادوالو غوښتي، چې په ښارونو او لویو لارو کې د ترافیکو پېښو څخه د مخینوي په موخه ترافیکو قوانینو ته درناوی وکړي.