ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ضمیر کابلوف د مولوي امیرخان متقي سره په لیدنه کې؛ د نړۍ دولتونه دې د افغانستان حکومت سره د دوو اړخیزو میکانیزمونو له لارې اړیکې وپالي

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره د افغانستان لپاره د روسیې فدراسیون د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف لیدنه کړې.

په دې ناسته کې د افغانستان او روسیې ترمنځ پر دوو اړخیزو سیاسي او اقتصادي مسایلو، په دوحه کې د ملګرو ملتونو په نوښت د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو په ګډون د راتلونکې ناستې او پر سیمه‌ییزو مسایلو خبرې شوي دي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په سیمه‌ییزو او نړیوالو ناستو کې د روسیې له ملاتړي دریځ قدردانی کړی او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سیاسي اړېکو او سوداګرۍ پر لا پیاوړتیا ټینګار کړی.

مولوي امیرخان متقي ویلي، د افغانستان اړیکې د سیمې له هېوادونو سره مخ په غوړېدو دي او اوسمهال افغانستان د سیمې له نژدې ټولو هېوادونو سره فعال سفارتونه لري او همداراز یې د روسیې سره د افغانستان اړیکې مهمې بللي دي.

ښاغلي متقي ټینګار کړی، چې د افغانستان اوسني ځمکني واقعیتونه باید درک شي او اوس په افغانستان کې داسې شرایط نه دي واکمن چې د ملګرو ملتونو لخوا د کوم ځانګړي استازي اړتیا دې وي.

نوموړي زیاته کړې؛ د افغانستان حکومت د ملګرو ملتونو سره په خبرو بوخت دی، په دوحه کې د راتلونکې ناستې د اجنډا او ترکیب په اړه له کافي وضاحت وروسته به خپل دریځ څرګند کړي.

د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي پر خپل وار ټینګار کړی چې هر ډول ناسته چې د افغانستان په اړه جوړېږي، باید د افغان حکومت هوکړه په کې اخیستل شوې وي.

ضمیر کابلوف ویلي؛ د دوحې په راتلونکې ناسته کې هم مهمه ده، چې ملګري ملتونه د افغانستان د حکومت توافق ولري.

نوموړي ټینګار کړی، چې د افغانستان د حکومت له هوکړې پرته دا لړۍ کومه پایله نه شي لرلی.

د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ویلي؛ د نړۍ دولتونه د تماس د څو اړخیزو میکانیزمونو پر ځای باید د افغانستان حکومت سره د دوو اړخیزو میکانیزمونو له لارې اړیکې وپالي.

ښاغلي کابلوف ټینګار کړی، چې امریکا باید د افغانستان کنګل کړې شتمنۍ ازادي کړي او پر بانکي نظام یو اړخیز او غیرقانوني بندیزونه پای ته ورسوي او خپل مسولیتونه ترسره کړي.

د روسیې ځانګړي استازي ویلي؛ دواړه هېوادونه باید لا زیاته همغږي ولري او همداراز یې هیله څرګنده کړې، چې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د روان کال په اوږدو کې مسکو ته سفر وکړي.