د ریاست الوزرا د سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رییس مولوي ذاکر په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یوناما د کورني سیاست او اقتصادي چارو له مسولینو ماروین توماس پاترسان، دني بوګا او جولین لیني سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې یاد پلاوي د ریاست الوزرا له سیاسي معاونیت څخه مننه کړې، چې تل یې د هېواد په مهمو مسایلو کې مثبت دریځ غوره کړی دی.
دوی زیاته کړې، چې افغانستان کې اقتصادي ستونزې ډېرې دي، خو ملګري ملتونه کوښښ کوي د افغانانو لپاره نړیوالې بشري مرستې راجلب کړي.
ياد پلاوي ټینګار کړی، چې له اسلامي امارت سره به د خبرو له لارې مسایل حل کوي.
مولوي ذاکر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو هڅې او شتون د افغانستان لپاره مهم بللي او له افغانانو سره یې د نړیوالو د بشري مرستو د ډېروالي غوښتنه کړې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت په خبرو اترو باور لري او له نړیوالو سره مثبت تعامل ته چمتو دی.

