ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د غویي د اوومې او اتمې ورځې په مناسبت د افغانستان اسلامي امارت اعلاميه!

۴۶ کاله وړاندې د ۱۳۵۷ ه. ش کال د ثور په اوومه نېټه څو تنو پردي پالو کمونستانو په افغانستان کې کودتاه وکړه او زموږ هېواد یې د یوې سترې جګړې او بدبختۍ اورته ټیل واهه.

د ثور د اوومې ورځې د جنایت له امله زموږ ولس سخت ځاني او مالي زیانونه وګالل او د خورا ډېرو بدمرغیو سبب شوه.

خو لله الحمد زموږ مسلمان او مجاهد ملت د کمونستي فکر او د هغوی د اعمالو پر وړاندې قیام وکړ او دا جهادي مبارزه، چې د سر او مال ډیرې قربانۍ په کې ورکړل شوې پوره، ۱۴ کاله دوام وکړ.

د دې سختې او درنې مبارزې په لړ کې زموږ مسلمان او مجاهد ملت هم ډیر درانه تلفات وګالل، نږدې یونیم میلیون افغانان شهیدان او میلیونونه نور له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ شول، چې بالاخره د کمونیزم شومې پدیدې او ورسره د وخت شوروي اشغالګرو زموږ په هېواد کې ماتې وخوړه او افغان مجاهد ملت وتوانید، چې وروستۍ کمونستي اداره را نسکوره او هېواد په بشپړه توګه ازاد کړي.

د ۱۳۷۱ ه.ش کال د ثور ۸مه نېټه بیا د افغان ملت د بري، ازادۍ او کامیابۍ ورځ ده، چې د افغان مجاهد ملت قربانیو نتیجه ورکړه او زموږ ولس د هېواد د کمونیزم له ښامار څخه وژغورل شو.

د افغانستان اسلامي امارت د ثور د ۷مې نېټې کمونیستي کودتاه او توره ورځ غندي او ورپسې د ثور د ۸مې تاریخ نمانځي او د هېواد د ازادۍ ورځ یې بولي.

دا چې زموږ هېواد وروسته له ۲۰ کلن جهاد څخه له یو بل اشغال څخه هم بیا آزاد او اسلامي نظام قایم شو، نو اسلامي امارت به خپله ټوله هڅه کوي، چې د دې ملت د لسګونو کلونو قربانیو او مبارزو ثمره بیا ضایع نشي او په هېواد کې د شهیدانو ارمان اسلامي نظام په بشپړه توګه نافذ وي.

همدا ډول به هڅه وکړي، چې د افغان ولس د ټولو جهادنونو ارمانونه لکه څرنګه چې لازمه ده وپالي او د اسلامي نظام تر سیوري لاندې د افغانستان د ابادۍ او رفاه لپاره لا ډېره ښه زمینه برابره کړې.