د امریکا په پوهنتونو کې فلسطیني محصلینو پر غزه د اسرائیلي رژیم د بریدونو پر ضد لاریونونه کړي.
یادو لاریون کوونکو غزه کې د اوربند او له اسرائیلو سره د امریکا پوځي مرستو د بندېدو غوښتنه کړې ده.
پولیسو بیا په بېلا بېلو پوهنتونو کې ګڼ شمېر لاریون کوونکي نیولي. د ورستیو شمېرنو له مخې د شنبې په ورځ ۲۳ محصلین په انډیا پوهنتون کې، ۱۰۲ د بوسټن په نورډ ایسټرن پوهنتون کې او ۶۹ نور بیا د ایروزونا ایالت په پوهنتون کې نیول شوي دي.
د فلسطیني محصلینو لاریونونو هغه وخت زور واخیست او نورو پوهنتونونو ته وغځېدل، چې تېره اونۍ په کولمبیا پوهنتون کې شاوخوا ۱۰۰ لاریون کوونکي محصلین ونیول شول.
د راپورونو پر اساس تر دې مهاله سلګونه محصلین نیول شوي، خو د محصلینو فعالانو ویلي، چې له ټولو ننګونو سره سره به خپلو لاریونونو ته دوام ورکړي.