ملا عبدالغني برادر اخوند د بغلان ولایتي مسولینو، د ژغورنې ټیمونو او مرستندویه ادارو له استازو سره د روان لمریز کال د ثور میاشتې په ۲۳مه نېټه د بغلان ولایت په مقام کې لیدنه کړې.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال بغلان کې د وروستۍ پېښې د قربانیانو له کورنیو سره د بېړنیو مرستو، د ټپیانو عاجلې درملنې، د خوراکي توکو او موقتي سرپناه برابرولو په اړه سیمهییزو مسولینو او اړوندو مرستندویه ادارو استازو ته لازمې لارښوونې کړې دي.
ملا عبدالغني برادر اخوند تېره شپه بغلان ولایت ته له رسېدو سره سم له سیمه ییزو مسولینو سره د لیدنې پر مهال ویلي؛ پېښو ته د رسېدنې عالي امارتي کمېسیون له لوري د ژغورنې، روغتیا او ټپیانو د درملنې، د بېړنیو خوراکي توکو رسولو، سرپناه برابرولو، د مرستو جلب او جذب او همدارنګه د تکفین او تدفین په موخه جوړو شوو کمېټو پر فعالیت پیل کړی دی.

