ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: اسلامي امارت په افغانستان کې ټولو پانګوالو ته لازمې اسانتیاوې برابروي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ترکیې هېواد له یو شمېر سوداګرو او پانګوالو سره لیدنه کړې.

پانګوالو او سوداګرو په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې د زمینې برابرېدو ترڅنګ بهرنیو پانګوالو او سوداګرو ته د اسلامي امارت له لورې د لازمو اسانتیاو پر برابرولو کولو خوښي څرګنده کړې.

یادو سوداګرو ویلي، د اقتصادي زمینو د پراختیا هڅې او له پانګوالو او سوداګرو څخه د افغانستان اسلامي امارت ملاتړ د دې لامل ګرځېدلی، چې بهرني پانګوال او سوداګر په افغانستان کې پانګونې ته وهڅېږي.

ترکي سوداګرو او پانګوالو په بېلابېلو په ځانګړي ډول د کانونو ویستل او د افغانستان په زېربناو کې د خپلې پانګونې د چمتووالي خبر ورکړی او له اسلامي امارت یې غوښتي، چې په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، اسلامي امارت په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې د ټولو پانګوالو هرکلې کوي او ټولې لازمې اسانتیاوې به ورته برابرې کړي.

نوموړي د ترکیې هېواد په ګډون له ټولو بهرنیو پانګوالو غوښتي، چې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي