ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د حماس یو پلاوی غزه کې د اوربند ټینګښت په موخه د خبرو لپاره قاهرې ته سفر کوي

د راپورونو پر اساس د حماس غورځنګ یو پلاوی نن دوشنبه غزه کې د اوربند ټینګښت په موخه د خبرو لپاره د مصر پلازمېنې قاهرې ته سفر کوي.

غزه کې د اوربند هڅې چټکې شوې، تر څو پر رفح ښار د صهیونیستي رژیم د پلان شویو پوځي عملیاتو تر مخه هوکړه وشي او د اسرائیلو پلان شوی برید وځنډول شي.

په دې تړانګه کې د اوربند او بندیانو د خلاصون په تړاو د اسرائیلو په کابینه کې هم اختلافات زیات شوي. ځینې د بندیانو د خلاصون لپاره د هوکړې غوښتنه کوي او ځینې نور بیا پر رفح ښار د ځمکني برید ملاتړي دي.

له بل لوري د فلسطین ولسمشر محمود عباس له امریکا غوښتي، تر څو پر رفح ښار د اسرائیلو د پلان شوي برید مخنیوی وکړي.

سعودي عربستان هم په سیمه کې د ثبات د ټینګښت غوښتنه کړې ده.

په غزه تړانګه کې د صهیونیستي رژیم د جنایاتو او پرله‌پسې بریدونه شاوخوا اووه میاشتې پوره کېږي.

د ملګرو ملتونو د راپور پر اساس د دې جګړې له امله ویجاړو شویو کورونو او ودانیو نږدې ۳۷ میلیونه خاورې او خځلې رامنځته کړې، چې ناچاوده توکي هم پکې شامل دي او پاکول او ایستل به یې ۱۴ کاله وخت ونیسي.

د ماین پاکۍ په برخه کې د ملګرو ملتونو مسول هم ویلي، چې غزه کې په هر مربع متر کې نږدې ۳۰۰ کیلو ګرامه کنډواله رامنځته شوې ده.

داغه‌راز په غزه د صهیونیستي یرغلګرو د بریدونو له امله لږ تر لږه ۳۴ زره او ۳۵۶ فلسطینیان شهیدان شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي او له ۷۷ زره زیات ټپیان شوي دي.