د افغانستان اسلامي امارت د کابينې ۲۱مه غونډه د ریيس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ نن دوشنبه «شوال المکرم ۲۰مه/ غوايي ۱۰مه» ترسره شوه او په يو شمېر موضوعاتو بحث او پريکړې وشوې.
دا غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پيل شوه، ورپسې له اجنډا سره سم په پکتيا، پکتيکا، خوست، ننګرهار او کندهار ولايتونو کې د ډبرو سکرو د پروسس، بسته بندۍ، بارګيرۍ او تخليې په اړه بحث وشو او پرېکړه وشوه، چې د دې چارو لپاره ځانګړې شوې ځمکه کې دې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د تصفیې او د مشرتابه له حکم ورورسته عملي چارې پيل شي.
همدا راز د کابینې په دې غونډه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري په بلخ، ننګرهار، هرات او هلمند ولایتونو کې د شپږو کرنيزو کمپلکسونو جوړولو طرحه اقتصادي معاونیت ته وسپارل شوه، چې د هغوی له نظر وروسته تایيد او مشرتابه ته دې د منظورۍ لپاره وړاندې شي.