د راپورونو پر اساس پرون’دوشنبه’ غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله شاوخوا ۳۴ فلسطینیان شهیدان شوي، چې ۲۴ یې په رفح ښار کې دي.
رفح ښار د غزې په جنوب کې پروت دی، چې شاوخوا ۱.۵ میلیونه فلسطینیانو د اسرائیلي یرغلګرو له بریدونو پناه پکې اخیستې.
ورته مهال غزه کې د ملګرو ملتونو د مرسته کوونکې ادارې ‘انروا’ مشر فیلیپ لازاریني د غزې په اړه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي؛ هغه ښار چې کال وړاندې په سیمه کې له شور او خوښۍ ډک ښار و، رامنځته شوې ویجاړۍ او بربادۍ یې بڼه بدله کړې او د روحونو او مرګ په ښار یې اړولی دی.
په غزه تړانګه کې د صهیونیستي رژیم د جنایاتو او پرلهپسې بریدونه شاوخوا اووه میاشتې پوره کېږي.
د ملګرو ملتونو د راپور پر اساس د دې جګړې له امله ویجاړو شویو کورونو او ودانیو نږدې ۳۷ میلیونه خاورې او خځلې رامنځته کړې، چې ناچاوده توکي هم پکې شامل دي او پاکول او ایستل به یې ۱۴ کاله وخت ونیسي.
داغهراز په غزه د صهیونیستي یرغلګرو د بریدونو له امله لږ تر لږه ۳۴ زره او ۳۵۶ فلسطینیان شهیدان شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي او له ۷۷ زره زیات ټپیان شوي دي.