د اقتصاد وزارت وزیر قاري دین محمد حنیف په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي له مرستیالې مېرمن روزمیري دیکارلو او مل پلاوي سره لیدنه کړې.
دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او نړۍ ترمنځ د اقتصادي اړیکو په پراختیا، له خصوصي سکتور او متشبثینو څخه د ملاتړ، د بزګرانو لپاره د کوکنارو په بدیل کښت، د کارموندنې لپاره د حرفوي او تخنیکي زده کړو مرکزونو په جوړولو او د نړیوالی ټولنې له لوري په پراختیایی مرستو د بشری مرستو د بدلېدو په تړاو خبرې کړي دي.
همداراز په یاده لیدنه کې د اقتصادي وضعیت د پیاوړتیا سربېره په دوه اړخیزو همکاریو لا ټینګار شوی.

