ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د احصایې او معلوماتو ملي اداره: د برېښنایي پېژندپاڼو سینماپامیر وېش څانګه کې تېر کال شاوخوا ۶۹ زره هېوادوالو ته خدمتونه وړاندې شوي

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي؛ د کابل ښار سینماپامیر د برېښنایي پېژندپاڼو وېش څانګه کې تېر ۱۴۰۲ کال شاوخوا ۶۹ زره هېوادوالو ته خدمتونه وړاندې شوي، چې له ډلې یې ۶۶ زره نوې برېښنایي پېژندپاڼې او ۳ زره نورو هېوادوالو ته له وېش وروسته خدمتونه وړاندې شوي دي.
د سینماپامیر د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش څانګې عمومي مدیر حسیب الله خلیلي ویلي، چې په یاده وېش څانګه کې یې مراجعینو ته اسانتیاوې رامنځته کړې او چټک خدمتونه وړاندې کوي، چې په ورځني ډول ورته له ۸۰۰ تر ۱۰۰۰ کسانو مراجعه کوي.
د ښاغلي خلیلي په وینا؛ په دې وېش څانګه کې د نویو برېښنایي پېژندپاڼو پر وېش سربېره له وېش وروسته خدمتونه هم فعال دي او هېوادوالو ته د مثني پېژندپاڼې وېش، د زیږېدنو او ودونو د ثبت خدمتونه وړاندې کوي.
د یادې وېش څانګې عمومي مدیر زیاته کړې، دا چې د برېښنایي پېژندپاڼې درلودل د ادارې کارونو او نورو خدمتونو د ترلاسه کولو په برخه کې د اسانتیاوو لامل ګرځي، له هېوادوالو غواړم، مخکې له دې چې له کومې ستونزې سره مخ شي د برېښنایي پېژندپاڼو وېش څانګو ته مراجعه وکړي او خپلې پېژندپاڼې ترلاسه کړي.
هغه هېوادوال چې د برېښنایي پېژندپاڼو اړوند خدمتونو د ترلاسه کولو په موخه دې څانګې ته راغلي دي، د خدمتونو د وړاندې کولو له بهیر او مراجعینو سره د دې څانګې د کارکوونکو له چلند خوشاله او راضي دي.
د یادولو وړ ده چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې غوښتونکو ته د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو او په کم وخت کې په ړوڼ توګه تر یوه چتر لاندې د بېلابېلو عامه خدمتونو وړاندې کولو په موخه د اسان خدمت څانګې رامنځته کړي دي.