ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې غونډه؛ د جواز سیر او لایسنس د برېښنايي کېدو په طرحه خبرې شوي

د اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د ثور میاشتې په لسمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.

په دغه غونډه کې له اجنډا سره سم د جواز سیر او لایسنس د برېښنايي کېدو پر طرحه او یو شمېر نورو موضوعاتو هر اړخیزې خبرې شوې دي.

غونډه کې تر هر اړخیز بحث وروسته د احصایې او معلوماتو ملي ادارې کاري فشار ته په کتو اقتصادي کمېسیون ته وړاندیز شوی، چې د جواز سیر او لایسنس الکترونیکي چاپ دې د ترافیکو عمومي ریاست ته وسپارل شي.

د ترافیکو عمومي ریاست دې د کورنیو چارو وزارت په همغږۍ ژر تر ژره د عامه او خصوصي مشارکت له لارې د جواز سیر او لایسنس برېښنايي پروسه پيل او د تاییدۍ لپاره یې د اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.