ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال: روزل شوو افغان کادرونو ته په هېواد کې د کار زمینه برابره شوې

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کابل پولي تخنیک پوهنتون د محصلینو په فراغت غونډه کې ګډون او وینا کړې.

په دې ناسته کې چې د اسلامي امارت د کابیني غړو او مسولینو هم شتون درلود، مولوي عبدالکبیر ټولو فارغ شوو محصلینو او د هغوی کورنيو ته د فراغت مبارکي ویلې او له فرصت څخه په استفادې یې په هېواد کې د وروستیو سیلابونو له امله زیانمنو شوو هېوادوالو ته د خواخوږۍ او غم شریکۍ مراتب وړاندې کړي دي.

سیاسي مرستیال د افغانستان رغونه د افغانانو مسولیت ياد کړی او ویلي يي دي؛ اسلامي امارت هڅه کوي د روزل شوو افغانانو پر مټ د کانونو کېدنې ته لاره هواره کړي، څو له یوې خوا کاري فرصتونه رامنځ ته او بله خوا د لویو پروژو د پلي کولو لپاره مالي منابع پيدا شي.

نوموړي پر نړیوالو کمپنیو غږ کړی، چې په افغانستان کې پانګونې ته ښه فرصتونه رامنځ ته شوي او کولای شي د طبیعي زېرمو د راسپړلو په برخه کې پانګونه وکړي.

هغه د خپلو خبرو پر دوام په ګاونډیو هېوادونو کې له افغان کډوالو سره د ناسم چلند یادونه کړې او له کوربه هېواونو څخه یې غوښتي، چې هلته له مېشتو افغانانو سره سم چلند وکړي.