د افغانستان او سریلانکا کرېکټ الف لوبډلو ترمنځ د پینځه یو ورځنیو کرېکټ سیالیو د لوبلړۍ په دویمه لوبه کې سریلانکا الف لوبډلې، د ډي ایل ایس میتود له لارې افغانستان الف لوبډلې ته د ۸ ویکټو په توپیر ماته ورکړه.
دغه سیالۍ د ورښت له امله وځنډېده، چې له ۵۰ اورونو دېرش اورونو ته راښکته شوه.
افغان لوبډلې په لومړۍ توپوهنې سره په ۲۷.۲ اورونو کې ۱۲۱ منډې جوړې کړې، چې د ډي ایل ایس میتود له لارې بیا سریلانکا لوبډلې ته په ۳۰ اورونو کې ۱۰۱ منډې هدف ورکړل شو.
سریلانکا لوبډلې یاد هدف د دوه ویکټو په زیان د لوبې په ۱۶م اور کې پوره او سیالي یې د ۸ ویکټو په توپیر وګټله.