د کابل پولې تخینک پوهنتون له ۱۷ بېلابېلو دیپارتمنتونو څخه ۵۳۷ زدهکړیالان د یوې مسلکي دورې له بشپړولو وروسته فارغ شول.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ ندا محمد ندیم په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې ویلي؛ دغه وزارت هڅه کوي چې په شته امکاناتو سره هېواد کې د ځوانانو لپاره د روزنې غوره زمینه برابره کړي.
د کابل پولې تخنیک پوهنتون رییس عبدالرشید اقبال ویلي، چې له ۱۷ دیپارتمنتونو څخه یې ۵۳۷ لیسانس او ۲۲۲ ماسټران فارغ او اسناد یې ورکړي دي.
له بل لوري تازه فارغ شويو محصلینو له اسلامي امارت څخه په هېواد کې د کاري فرصتونو د رامنځته کیدو غوښتنه کړې ده.
مسولینو په دې پروګرام کې ویلي، چې یوه پرمختللي هېواد ته د رسېدو په موخه باید ځوانان په عصري زده کړو سمبال شي.