ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي بلال کریمي د ریاست الوزرا اداري مرستیال سره په لیدنه کې؛ چینايي پانګوال افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته لیواله دي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي چین کې د افغانستان اسلامي امارت له سفیر مولوي بلال کریمي سره لیدنه کړې.

د دې لیدنې په پیل کې مولوي بلال کریمي چین کې د اسلامي امارت سفارت د فعالیتونو او پروګرامونو په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي دي.

مولوي بلال کریمي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په اړه ویلي؛ اوسمهال دغه اړیکې په بېلابېلو برخو کې په لوړه سطحه قرار لري، همداراز په بیجینګ کې د افغانستان دیپلوماتیک ماموریت خپله ټوله هڅه کوي، چې دغه اړیکې لا پیاوړې او پراختیا ومومي.

نوموړي په یاد هېواد کې افغان سوداګرو او هلته مېشتو افغانانو ته د قونسلي خدمتونو په اړه ویلي، افغان سفارت تل هڅه کوي دوی ته په بېلابېلو برخو له هغې ډلې افغانانو ته د پاسپورټونو وېش او د نورو هېوادونو مراجعینو ته د ویزو د ورکړې په برخو کې لازم خدمتونه وړاندې او ستونزې یې په کوربه هېواد کې حل کړي.

چین کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر زیاته کړې؛ چیني سوداګر او بېلابېل شرکتونه په افغانستان کې په بېلابېلو برخو له هغې ډلې د کانونو ویستنې، انرژۍ، ټکنالوژۍ او نورو برخو کې پانګونې ته لېواله دي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي؛ افغانستان او چین د دوه ګاونډویو هېوادونو په توګه په بېلابېلو برخو کې تاریخي او قوي اړیکې لري او اسلامي امارت د دغو اړیکو د لازیاتې پراختیا غوښتونکی دی.

مولوي عبدالسلام حنفي په بیجینګ کې د افغانستان سفارت په کوربه هېواد کې د افغانستان استازی بللی او ویلي يي دي؛ د هېواد دیپلوماتیک مأموریت باید افغانستان هغه ډول چې لازمه ده د چین خلکو ته ور وپیژني او د دواړو هېوادونو ترمنځ دې د دغو پیوندونو د لا زیات پیاوړتیا لپاره هلې ځلې وکړي.

نوموړي په افغانستان کې د انرژۍ، کرنې، کانونو ویستنې او ترانزیټ په برخو کې د پانګونې بې‌سارو ظرفیتونو ته په اشارې زیاته کړې، د افغانستان سفارت باید د چین سوداګرو او پانګوالو ته د دغو ظرفیتونو د ورپیژندلو ترڅنګ هغوی وهڅوي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.