ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرېکټ؛ د افغانستان کرېکټ‌بورډ غوراوي کمېټې نړیوال جام ته لوبډله اعلان کړه

د افغانستان کرېکټ‌بورډ غوراوي کمېټې نړیوال جام ته لوبډله اعلان کړه.

سږ کال کرېکټ ۲۰ اوریز جام ته د افغانستان په لوبډله کې د لوبډلمشر راشد خان په ګډون ۱۵ اصلي او درې احتیاطي لوبغاړي؛ راشد خان، رحمن الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، نجیب الله ځدراڼ، محمد اسحاق، عظمت الله عمرزی، محمد نبي، ګلبدین نایب، کریم جنت، ننګیال خروټی، مجیب الرحمان، نور احمد لکڼوال، نوین الحق، فضل الحق فاروقي، او فرید احمد ملک شامل دي.

همداراز صدیق اتل، حضرت الله ځاځي او محمد سلیم ساپي د احتیاطي لوبغاړو په صفت ځای شوي، چې له افغان کرېکټ لوبډلې سره به ملګري وي.

 ټاکل شوې، چې د ۲۰۲۴ شل اوریز نړیوال جام کرېکټ سیالۍ د روان کال د جون میاشتې په دویمه نېټه د ویسټ‌انډیز او امریکا په کوربتوب پیل شي.

د کرېکټ ۲۰۲۴ نړيوال ۲۰ اوریز جام لپاره لوبډلې په څلورو ګروپونو وېشل شوي، چې په هر ګروپ کې به پینځه پينځه لوبډلې د یو بل په وړاندې ولوبیږي.

افغانستان له نيوزيلنډ، وېسټ انديز، يوګانډا، پاپوا نيو ګيني سره په يوه ګروپ کې دی او بل پړاو ته د تلو لپاره به له دغو هېوادونو سره سيالي کوي.

د نړيوال جام دغه سترې سيالۍ د جون مياشتې په دویمه نېټه پيليږي، چې په لړ کې به يې افغان لوبډله په دریمه نېټه د یوګاندا لوبډلې پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شي.