د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ننګرهار ولایت د مومندو له یو شمېر قومي مشرانو، علماوو او ځوانانو سره لیدنه کړې.
قومي مشرانو ویلي؛ اسلامي نظام د هر افغان غوښتنه وه، نن په هېواد کې اسلامي نظام حاکم دی او دغه نظام چې ولسونو ته کوم حقونه ورکوي او غږ یې اوري، هېڅ نظام نه و ورکړي او نه و اورېدلی.
یادو قومي مشرانو اسلامي امارت سره د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
دوی په خپلو سیمو کې د مدرسو او ښوونځيو د ودانیو، د روغتیايي مرکزونو، استنادي دیوالونو د جوړولو او د نیمګړو پروژو بشپړېدو غوښتنه کړې.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي، اسلامي نظام د ټولو افغانانو په شریکه قربانۍ راغلی او د ولسونو شریک نظام دی.
مولوي عبدالکبیر زیاته کړې؛ اسلامي امارت هیڅکله د حق په مقابل کې د قوم، ژبې او سمت طرفداري نه کوي او ټولو افغانانو ته د خپلو حقوقو د تامین طرفدار دی.
نوموړي ویلي؛ افغان ولسونه لکه څرنګه چې په تېر شل کلن جهاد کې د اشغالګرو پر وړاندې ولاړ و، نن باید د فتنه ګرو پر وړاندې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي او د نظام د مخالفینو لپاره د فعالیت اجازه ورنکړي.
سیاسي مرستیال ډاډ ورکړی، چې د مومندو د ولسونو د ستونزو د حل لپاره به اړونده ادارو ته لازمې لارښوونې وکړي.