ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ملګرو ملتونو د استازولۍ مرستیال: د کډوالو سره په مرستو کې زیاتوالی راولو

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازولۍ مرستیال اندريکا رتواتي او د یاد دفتر د بېلابېلو څانګو یو شمېر مسولینو د ننګرهار مرستیال والي مولوي سعید احمد بنوري او د یو شمېر ادارو رییسانو په ملتیا تورخم عمري کمپ کې د بېرته راستنېدونکیو افغانانو د دویم پړاو راتګ او هغوی ته د اسانتیاوو برابرولو په اړه غونډه کړې.

د عمري کمپ مسول مولوي محمد هاشم میوندوال، د تورخم کمیسار ملا عبدالجبار حکمت، د بهرنیو چارو رییس مولوي احمد او یو شمېر نورو مسوولینو هم شتون درلود.

اندريکا رتواتي په خپلو خبرو کې ژمنه کړې، چې افغانستان ته ټولو بېرته راستانه شویو افغانانو سره به په دوامداره توګه خپلو مرستو ته دوام ورکړو او نور مرسته کوونکي هېوادونه به هم وهڅوو، چې په یادو برخو کې لا زیاتې مرستې وکړي.

مولوي سعید احمد بنوري ویلي؛ زموږ هېواد څو لسیزو جنګونو ډېر وران کړی، اوس چې اسلامي نظام راغلی، سراسري امنیت ټینګ شوی، مخدره توکیو کښت بند شوی او تر بل هر وخت اوس افغانان ډېرو مرستو ته اړتیا لري.

په ورته مهال د عمري کمپ مسول، د تورخم کمیسار او د بهرنیو چارو رییس په خپلو خبرو کې د ملګرو ملتونو له راغلي پلاوي څخه په عمري کمپ کې د بېرته راستنېدونکیو کډوالو لپاره د برېښنا، پاکو اوبو، سړکونو، پلچکونو، موقتي سرپناه او نورو ستونزو حل په برخه کې غوښتنې کړې دي.

د تورخم کمیسار د ملګرو ملتونو پلاوي ته د بېرته راستانه شویو کورنیو هغه اندېښنې، چې پاکستاني مسولین د راتګ پرمهال د دوی د پیسو او قیمتي اموالو اخیستنې یادونه هم کړې.

د ملګرو ملتونو دغه لوړ رتبه چارواکي د تورخم عمري کمپ څخه په داسې حال کې لیدنه کوي، چې له پاکستان څخه په زور او جبر د افغانانو د راوېستلو د دویمې پړاو خبرې کېږي.