ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: اسلامي امارت د غوره روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي له ډاکټر عبدالکریم قیومي سره لیدنه کړې.

ډاکټر عبدالکریم قیومي په هېواد کې د روغتیايي وضعیت او د روغتونونو او ډاکټرانو په اړه ویلي؛ دا مهال د هېواد په هره برخه کې په پوره اندازه متخصص ډاکټران شتون لري، چې د پرمختللو طبي وسایلو او امکاناتو په برابرولو سره کولی شي په بېلابېلو برخو کې د ناروغانو ستونزو ته ځواب ووایي.

نوموړي د تحصیلي سویې لوړولو او محصلینو ته د زده کړو په موخه د انلاین پروګرامونو پر جوړولو ټینګار کړی او د اسلامي امارت له مسولینو یې غوښتي، چې د متخصص ډاکټرانو د تربیې او روزنې په برخه کې د هېواد په کچه د معیاري طبي تجهیزاتو د برابرولو ترڅنګ دې د روغتونونو او روغتیايي مرکزونو پراختیا او معیاري کولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د ریاست الورزا اداري مرستیال د روغتیایي خدمتونو وړاندې کول د ولسونو اساسي اړتیا بللې او ویلي يي دي، اسلامي امارت په هېواد کې د روغتیا سکتور معیاري کولو او افغانانو ته د غوره روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی.

مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړې، اړوند مسولین هڅه کوي ډاکټرانو ته د ظرفیت لوړولو پروګرامونو جوړولو ترڅنګ د هېواد په کچه روغتونونو او روغتیايي مرکزونو کې تکړه او مجرب مخصصین وګماري او ټولو روغتونونو ته پرمختللي طبي امکانات برابر کړي.

ښاغلي حنفي ویلي؛ دامهال په هېواد کې دننه د مختصصو ډاکټرانو د روزنې لپاره په بشپړه اندازه ظرفیت شته، چې له دغه ظرفیت څخه د سمې ګټې اخیستنې په صورت کې به د هېواد روغتیایي سکتور ډېرې ستونزې حل شي.