د بهرنيو چارو له سرپرست وزير مولوي امیر خان متقي سره د افغانستان لپاره د ترکيې سرپرست سفير جنګ اونال لیدنه کړې.
په دې ناسته کې پر دوو اړخیزو اړیکو، په افغانستان کې د وروستیو مثبتو اقداماتو، د ګڼو هېوادنو د سياسي او اقتصادي لوړ رتبه استازو پر راتګ خبري اتري شوي دي.
لیدنه کې مولوي امیر خان متقي د اسرائیلو د صهيونيستي رژیم پر وړاندي د ترکیې د تجارتي پرېکون د موقف ستاینه کړې.
د بهرنيو چارو سرپرست وزير د ترکیې سره د لاجورد له لاري د سوداګرۍ پیل، د ترکيې او افغان سوداګرو په ګډو هڅو په ترکیه او افغانستان کي د کډو نندارتونونو پر پرانیستلو بحث خبرې کړي.
د افغانستان لپاره د ترکيې سرپرست سفير ویلي؛ موږ د افغانستان په وروستیو پرمختګونو خوښ یو، او هڅه باید وشي د ترکیې او افغانستان د اړیکو د پراختیا په اړه په ګډه کار وشي.
جنګ اونال زیاته کړې؛ په راتلونکو نژدي ورځو کې به د ترکیش هوایي شرکت پروازنه عملا کابل ته پیل شي.
په دې ناسته کي د افغانستان او ترکیې تاریخي او ښه اړیکو ته په کتو د دواړو اولسونو د تمو د ترلاسه کولو په پار د ګډو هلو ځلو په ترسره کولو ټینګار شوی دی.