ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اسلامي امارت پلاوي بانجول کې د اسلامي همکارۍ سازمان په ۱۵مې سرمشریزې کې ګډون وکړ

د بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ د افغانستان اسلامي امارت پلاوي د ګامبيا په پلازمېنه، بانجول کې د اسلامي همکارۍ سازمان په ۱۵مې سرمشريزې کې ګډون وکړ.

 د اسلامي همکارۍ سازمان ۱۵مه سرمشريزه، چې د غړو هېوادونو د دولتونو او حکومتونو ریيسان، بهرنيو چارو وزيران او دپلوماتان پکې ګډون کوي، د ګامبیا په بانجول کې د مۍ مياشتې په څلورمه او پینځمه نېټو دايريږي.

 په دې غونډه کې د اسلامي همکارۍ سازمان په رسمي بلنه د افغانستان اسلامي امارت په استازيتوب د بهرنیو چارو وزارت وياند، او د نړيوالو سازمانونو د برخې ریيس ګډون کړی.

یاد وزارت زیاته کړې؛ د اسلامي امارت پلاوی به په عمومي غونډه کې د ګډون تر څنګ د اسلامي همکارۍ سازمان له لوړپوړو چارواکو او همدارنګه د غړو هېوادونو له استازو سره د ناستې په څنډه کې د دوه اړخيزو او څو اړخيزو موضوعاتو په اړه هم خبرې اترې ولري.