ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د احصایې او معلوماتو ملي اداره: کندوز کې تېر کال څه‌باندې ۱۴۱زره پېژندپانې وېشل شوې دي

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي؛ د کندوز ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ‍‍۱۴۰۲ لمريز کال کې په ټوليز ډول ۱۴۱زره او ۱۴۸ کسانو ته پېژندپانې وېشلې دي، چې ۹۶ زره او ۵۸۸ برېښنایي، ۳۵ زره او ۴۱۷ کاغذي او نهه زره او ۱۴۳ نورې یې مثنی کاغذي پېژندپانې دي.

د یاد ولايت د احصايې او معلوماتو رییس مولوي فضل الله ساپي ویلي؛ هره ورځ شاوخوا دوه زره کسان د برېښنایي او کاغذي پېژندپاڼو اړوند خدمتونو د ترلاسه کولو په موخه د دې رياست اړوندو دفترونو ته مراجعه کوي.

ښاغلي ساپي زياته کړې، چې د مرکز په ګډون د دې ولايت په ټولو نهو ولسواليو کې د دوی اړوند دفترونه فعال دي او تېر کال د يادو دفترونو له لارې توانيدلي دي، چې پینځه زره او ۲۲۷ کسانو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو او اووه زره او ۲۰۷ نورو کسانو ته د ژوند پېښو  (شپږ زره او ۷۰۸ زېږون کارتونه، ۴۹۹ د مړینې پارچې) اړوند خدمتونه وړاندې کړي.

د کندوز ولايت د احصايې او معلوماتو رياست د معلوماتو پر بنسټ په ياد ولايت کې د برېښنایي پېژندپاڼو درې وېش څانګې فعالې دي، چې لومړۍ څانګه دښار په درېیمه ناحیه کې، دویمه څانګه په لومړۍ ناحیه او درېیمه هغه یې په امام صاحب ولسوالۍ کې  شتون لري، چې هره ورځ ښځینه او نارینه غوښتونکو ته خدمتونه وړاندې کوي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې ده، چې د یادو سیمو اوسېدونکي په اسانۍ سره کولای شي خپلې برېښنایي پېژندپانې ترلاسه کړي.