د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد ویلي؛ کندهار کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت لخوا اولس ته د کاري فرصتونو د برابرولو په اړه غونډه روانه ده.
په غونډه کې؛ اسلامي امارت څرنګه کولی شي چې ولس له بېکارۍ څخه وژغوري؟، د کار شرایط ورته برابر کړي او د بېکارۍ لاملونه معلوم کړي، تر څو کاري فرصتونه زیات او د بېکارۍ ګراف را ټیټ کړای شي هغه موضوعات دي، چې ورباندې خبرې کیږي.
همداراز د دې ترڅنګ ناسته کې د اجنډا نور مهم موضوعات؛ په ټولو ممکنو کاري ساحو کې د بهرنیو کارمندانو پرځای خپلو هېوادوالو ته لومړیتوب ورکول، هغو صنعت کارانو چې د ضرورت پر بنسټ یې بهرني وګړي د کارمندانو په حیث ګمارلي باید د کار جواز ورته واخلي، په ټوله کې باید واردات کم او پرځای یې د کورنیو تولیداتو څخه ګټه اخیستنه زیاته شي، د کارکوونکو د ټولو حقوقو مراعاتول لازمي کول او همداراز صادرات زیات شي او کیفیت یې باید لوړ او معیاري وي.
د غونډې د اجنډا ټول موضوعات په دې راڅرخي چې څرنګه کولای شو، له بهر څخه واردیدونکي توکي د کیفیت له لحاظه معیاري او خوندي کړو؟