ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

د کمېټو ورځنی کاري راپور

د یکشنبې ورځ، د ۲۶/۱۰/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۱۶/۲/۱۴۰۳ هـ ش نېټې سره سمون خوري، د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان مهاجرین راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې توګه وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم (ډېورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې (۵۳) کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو (۲۲۵) تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه (۳۴) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۵۱) تنه و، کونړ، ننګرهار، لغمان او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوي او یادو کورنیو ته (۱۰۳۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۵۹) کورنیو سره مرسته وشوه چې مجموعاً (۲۶۲۰۰۰) افغانۍ کیږي.

د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:

نن د تورخم په عمري کمپ کې (۱۸) کورنۍ په مؤقت ډول مېشتې کړل شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۸۷) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کارموندنې کمېټه:

د کارموندنې کمېټې په تورخم کې (۱) تن لیسانس، (۲) تنه دیني عالمان، (۲۵) تنه غریبکار او (۲۲) تنه حرفه يي او مسلکي کسان، چې ټولټال (۴۸) تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په تورخم کې (۲۶۵) تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې د تېر په څېر مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو.

یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې (۵۶) کورنۍ چې د غړو شمیر یې (۲۸۳) تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه

له سپین بولدک څخه (۱۲) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۷۴) تنه و، کابل او غزني ولایتونو ته په خوندي توګه ولېږدول شوې او (۲۵۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري په تخته پل کمپ کې له (۵۶) کورنیو سره مجموعاً (۴۵۰۰۰۰) افغانۍ مرسته وشوه.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

نن (۱۰۰) کورنۍ د تخته پل د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمیټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:

غذا: نن په سپین بولدک کې مهاجرینو ته (۶۷۹) خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه ورکړل شوې.

روغتیا: په سپین بولدک کې (۲۹۵) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

همدارنګه (۶۱۶) تنه مهاجرینو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم مهاجرینو ته خیمې، کمپلې او توسان وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري راستنو شویو مهاجرینو ته (۲۴۷) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم په کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې (۵) تنه بکلوریا سند لرونکي، (۳) تنه حافظان، (۵) تنه دیني عالمان، (۱۳۳) تنه غریبکار او (۳۱) تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول (۱۷۷) تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په سپین بولدک کې (۷۰) تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۳۸) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۵۹) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز (۲۵۳۸) تنه مسافر هېواد ته راغلي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۸) کورنیو سره چې د غړو شمیر یې (۳۴) تنه کیږي، مرسته شوې.

د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:

نن په نیمروز کې (۴۳) کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۳۸) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هـــــــرات

اسلام کلا

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې (۲۰) کورنۍ چې د غړو شمیر یې (۴۲) تنه کیږي، هېواد ته راستنه او ثبت شوې ده.

د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:

نن د هرات په اسلام کلا کې (۱۰) کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوې.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري اسلام کلا کې له (۷) کورنیو سره (۵۰۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي مهاجرین: (۱۶۷) کورنۍ، (۷۰۹) افراد

لېږدول شوي مهاجرین: (۴۶) کورنۍ، (۲۲۵) افراد

مرسته شوي مهاجرین: (۱۳۰) کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي مهاجرین: (۱۷۱) کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: (۳۷۲) عدده

د مهاجرینو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء