ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي احمد الله وثیق د فوټبال ملي لوبډلې له روزونکي او لوبډلمشر سره لیدنه وکړه

د المپیک ملي کمېټې او سپورټ لوی رییس مولوي احمد الله وثیق د فوټبال ملي لوبډلې له انګلستاني روزونکي اشلي ویسټ ووډ او لوبډلمشر اسلام الدین امیري سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې، چې په فوټبال ملي فدراسیون کې ترسره شوه، د بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست او فوټبال فدراسیون فني مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ هم ګډون کړی و.

ښاغلي وثیق د اشلي ویسټ ووډ هڅې ستایلې او له خپل اړخه یې پوره ډاډ ورکړی، چې تر خپلې وسې پورې به اسانتیاوې ورته برابروي.

همدا ډول یې د فوټبال ملي لوبډلې د لوبډلمشر اسلام الدین امیري هڅې، لوبې او لاسته راوړنې د قدر وړ بللې دي.

د دې تر څنګ د مولوي احمدالله وثیق له لوري هېواد کې د وروستیو ورزشي بریاوو یادونه هم شوې، له اسیایي المپیکي لوبو څخه پر مډالونو ګټلو بحث شوی او د فوټسال ملي لوبډلې وروستۍ ستره بریا د پام وړ او مهمه بلل شوې ده.

د ناستې په پای کې د ښاغلي وثیق له لوري د فوټبال ملي لوبډلې انګلستاني روزونکي اشلي ویسټ ووډ ته له افغاني دود سره سم، چپن ور اغوستل شوې او د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست ورزشي لباس ورته ډالۍ شوی دی.