د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري او ورسره مل پلاوي د افغانستان د نندارتونونو په مرکز کې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت له خوا جوړ شوي د صنعت اوونۍ له ملي او نړیوال نندارتون څخه لیدنه کړې.
مولوي عطاء الله عمري د صنعت اوونۍ له نندارتون څخه د لیدنې پر مهال د نندارتونونو جوړول د کورنیو تولیداتو د بازارموندنې په برخه کې مهم بللی او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو او نورو کورنیو تولیداتو ته د بازار موندنې په موخه یې د لا زیاتو نندارتونونو د جوړولو غوښتنه کړې.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر زیاته کړې؛ د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه باید دا ډول نندارتونونه جوړ او پر بهرنیو محصولاتو تعرفه لوړه شي، ترڅو د هېواد کورني تولیدات وده وکړي.
د صنعت اوونۍ نندارتون د اوو ورځو لپاره د افغانستان د نندارتونونو په مرکز کې په لاره اچول شوی و، چې پکې بېلابېل صنعتي او کرنیز محصولات نندارې ته ایښودل شوي وو.

