د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، سږ کال به د تېرو کلونو په نسبت د دې ولایت د ګلابو حاصلات زیات وي.
د ننګرهارد کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن ویلي؛ د ننګرهار په دره نور، اچین او سپین غر ولسوالیو کې په ۴۰۰ جریبه ځمکه ګلاب کرل شوي، چې د اټکل له مخي به ۱۶۰ مټریک ټنه حاصل ورکړي.
نوموړي زیاته کړې؛ تېر کال په یادو ولسوالیو کې پر ۳۵۰ جریبه ځمکه ګلاب کرل شوي وه، چې ۱۰۵ مټریک ټنه حاصل یې ورکړې وه.
د ننګرهار د کرنې رییس ویلي؛ هڅه کوي ګلابو کر په هغو سیمو کې چې ښه نتیجه ورکوی زیات او ترویج کړي او ددې ترڅنګ کروندګرو ته د روزنې، کرنیز وسایل او نور اړونده برخو کې اسانتیاوي برابري کړي.
د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، له هر جريب ځمکې په کلني ډول تر ۷۰۰ کيلو ګرامو پورې د ګلاب ګلونه را ټوليدی شي.
د یادونې ده، چې د ننګرهار له ګلبڼونو را ټول شوي حاصلات د دغه ولايت د عطر جوړولو په دوو کارخونو کې پروسس کېږۍ او ترې لاس ته راغلي عطر او نور محصولات د پام وړ بيه او بازار لري.

