د غزې دننه سرحدي سیمه کرم ابو سالم (شالوم کرم) د حماس غورځنګ په راکټي برید کې درې اسرائیلي عسکر وژل شوي.
حماس پوځي څانګه وايي، چې کرم ابو سالم ته څېرمه یې د اسرائیلو په اډه توغندي ویشتلي دي.
اسرائیلو یاد برید تایید کړی او د خپلو درېیو عسکرو وژل کېدل یې اعلان کړي او ویلي یې دي، چې هممهاله یې لس نور عسکر ټپیان شوي، چې د ځینو حالت یې نازک دی.
د راپورونو پر اساس یاده سرحدي سیمه د اسرائیلي عسکرو له لوري غزې تړانګې ته د مرسته رسوونکو لاریو پر مخ تړل شوې ده.
له بل لوري پر رفح ښار د صهیونیستي رژیم په تازه بریدونو کې د ۸ ماشومانو په ګډون ۲۲ فلسطینیان شهیدان شوي دي.
پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پیل راهیسې ۳۴ زره او ۶۸۳ فلسطینیان شهیدان او ۷۸ زره او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.