د اسلامي همکاریو سازمان پخپله ۱۵مه غونډه کې له ۵۷ ګډنوالو هېوادونو غوښتي، چې په اسرائیلو بندیزونه ولګوي.
د اسلامي همکاریو سازمان په بیانیه کې په اسرائیلو د ډیپلوماټیکو، سیاسي او حقوقي فشارونو د واردولو سربېره په نړیواله کچه د اقتصادي، ورزشي او فرهنګي بندیزونو په لګولو ټینګار شوی.
د یاد سازمان په بیانیه کې د اسرائیلو د مجازات او له دې هېواد سره د عادي اړیکو پای ته رسولو غوښتنه شوې.
یاده بیانیه چې د “بانجول” په نوم نومول شوې له قید او شرط پرته پکې فلسطین کې د اوربند او فلسطیني وګړو ته د اړینو بشري مرستو رسولو غوښتنه شوې ده.
د اسلامي همکاریو سازمان ۱۵مه غونډه تېره شنبه او یکشنبه د ګامبیا په پلازمېنه بانجول کې جوړه شوې وه.
دې غونډه کې د اسلامي همکاریو سازمان رییس حسین ابراهیم طه له اسلامي امارت سره په تعامل ټینګار کړی دی.