ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا اداري مرستیال: هیڅ ټولنه د امنیت له احساس پرته هوساینې او پرمختګ ته نه رسېږي

 د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ۲۰۹ الفتح قول اردو قومندان ملا رحمت الله محمد اکا سره لیدنه کړې.

ملا رحمت الله محمد اکا د بلخ ولایت د امنیتي وضعیت او د یادې قول اردو د منسوبینو د کړنو په اړه د اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي دي.

نوموړي ویلي، د دې قول اردو منسوبین له لوړې روحیې او مورال څخه برخمن دي او د اسلامي امارت د رهبرۍ او مشرانو د لارښوونو پرځای کولو ته تیار دي.

د الفتح قول اردو قومندان زیاته کړې؛ د ۲۰۹ الفتح قول اردو منسوبین د خلکو د دفاع او امنیت لپاره هلې ځلې کوي، هیچا او هیڅ ډلې ته د خلکو د امنیت او د ټولنې د نظم د خرابېدو اجازه نه ورکوي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د منسوبینو د کوښښونو او سرښندنو قدرداني کړی او ویلي يي دي، امنیت د هرې ټولنې د پرمختګ بنسټ دی او هیڅ ټولنه د امنیت له احساس پرته هوساینې او پرمختګ ته نه رسېږي.

مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړې؛ که نن زموږ هېواد او خلک له بشپړې ازادۍ او امنیت څخه برخمن دي، دا د منسوبینو د سرښندنو او قربانیو پایله او د اسلامي امارت د مسولینو او خلکو د خوښۍ سرچینه ده.