ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ډاکټر قلندر عباد او د روغتیا نړیوال سازمان استازو د اندراګاندي روغتون له خدمتونو څخه لیدنه کړې

د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف ادارې د استازو په شتون کې د اندراګاندي ماشومانو د درملنې روغتون له خدمتونو څخه لیدنه کړې.

 دوی په دې روغتون کې خوارځواکو ماشومانو ته د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کېدو له بهیر څخه لیدنه او ارزونه کړې.

په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې حوزې عمومي مشرې ډاکټرې حنان حسن بلخي او مل پلاوي، د افغانستان لپاره د يونيسف ادارې مشر تاج الدین اوېلا هم شتون درلود، چې د یاد روغتون د خوارځواکو ماشومانو د درملنې څانګې له خدمتونو څخه یې د نږدې لیدنې سربېره په یاد روغتون کې د اکسیجن د تولید څانګې د جوړېدو له کارونو څخه ارزونه کړې.

 ډاکټر قلندر عباد د میندو او خوارځواکو ماشومانو روغتیا ته پاملرنه اړینه بللې او د خوارځواکو ماشومانو د درملنې په برخه کې یې د روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ ټینګار کړی.

نوموړي همداراز د یوې غونډې په ترڅ کې چې په یاد روغتون کې جوړه شوې وه، په روغتیايي سکتور کې د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف ادارې ونډه اړینه بللې او له هغوی یې غوښتي، چې د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو ته د روغتیايي خدمتونو په رسولو، د ساري ناروغیو په کنټرول، د روغتیايي سیستم پر پیاوړتیا او د ګوزڼ ناروغۍ  له منځه وړلو کې د عامې روغتیا وزارت سره همکاري وکړي.

 د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف ادارې استازو د خوارځواکو ماشومانو د درملنې او روغتیايي سیستم د پیاوړتیا په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی.

د عامې روغتیا سرپرست د روان کال په ترڅ کې د ګوزڼ واکسین لومړنی ملي کمپاین څو تنو ماشومانو ته د واکسین په پلي کولو سره په بریالیتوب پای ته ورسوه.