ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د  دوشنبې ورځ، د ۲۷/۱۰/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۱۷/۲/۱۴۰۳ هـ ش نېټې سره سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډېورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۳۸ کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو ۱۹۲ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۱ کورنیو سره مرسته وشوه چې ټولې ۳۲۶ زره افغانۍ کیږي.

د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې ۱۵ کورنۍ په مؤقت ډول مېشتې کړل شوې.

د خدمتونو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمتونه وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۱۰۴ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کارموندنې کمېټه:

د کارموندنې کمېټې په تورخم کې څلور تنه د بکلوریا سند لرونکی، یو تن فوق بکلوریا، دوه تنه حافظان، ۳۰  تنه غریبکار او ۲۰ تنه حرفه يي او مسلکي کسان، چې ټول ۵۷ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په تورخم کې ۱۹۹ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې د تېر په څېر کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی.

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۲۲ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۱۶  تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه

له سپین بولدک څخه ۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۹  تنه و، غزني ولایت ته په خوندي توګه ولېږدول شوې او لس زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري په تخته پل کمپ کې له ۲۲ کورنیو سره ټولې ۱۷۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

۴۴ کورنۍ د تخته پل د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.

د خدمتونو او روغتیايي چارو کمیټه:

په  سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمتونه وړاندې شوي دي:

خواړه: نن په سپین بولدک کې کډوالو ته ۲۳۶ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه ورکړل شوې.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۳۶ تنو راستانه شوو کډوالو درملنه شوې ده.

همدارنګه ۲۷۹ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم کډوالو ته خیمې او کمپلې وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري راستنو شویو کډوالو ته ۱۱۲ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم په کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې یو تن لیسانس، یو تن حافظ، دوه تنه د وړې دورې فارغان، درې تنه دیني عالمان، ۶۳ تنه غریبکار او ۱۲ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۸۲ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په سپین بولدک کې ۷۰ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۷۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۰۹ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز یو زر او ۷۰۱ تنه مسافر هېواد ته راغلي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۱ کورنیو سره ټولې ۱۷۲ زره افغانۍ مالي مرسته شوې.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په نیمروز کې ۷۸ کورنۍ چې د کورنۍ دغړو شمیر یې ۳۴۶ تنه کیږي، د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.

د خدمتونو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمتونه وړاندې شوي دي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۷۶ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هـــــــرات

اسلام کلا

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۹۶ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۸۵ تنه کیږي، هېواد ته راستنه او ثبت شوې ده.

د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:

د هرات په اسلام کلا کې ۳۵ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوې.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري اسلام کلا کې له ۶۸ کورنیو سره چې د غړو شمیر یې ۴۲۴ زره تنه کیږي، مرسته شوې.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال: ۲۳۲ کورنۍ، ۸۰۲ وګړي

لېږدول شوي کډوال: شپږ کورنۍ، ۱۹ وګړي

مرسته شوي کډوال: ۱۵۲ کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي کډوال: ۱۷۲ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: ۲۹۲عدده