ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

حماس غورځنګ غزه کې د وړاندیز شوي اوربند طرحه منلې

د حماس غورځنګ چارواکي وايي، چې غزه کې یې د اوربند وړاندیز شوې طرحه منلې او مصري او قطري چارواکو ته یې د خپلې پرېکړې خبر ورکړی دی.

مصر او قطر غزه کې د اوربند په تړاو د روانو خبرو منځګړیتوب کوي.

د حماس غورځنګ سیاسي مشر اسماعیل هنیه په دې تړاو د قطر له لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني او د مصر د استخباراتو وزیر عباس کامل سره تلیفوني خبرې کړې دي.

له بل لوري اسرائیلي رژیم د یاد تړون له منلو انکار کړی او پر رفح ښار یې د بریدونو پر دوام ټینګار کړی دی.

د دې تر څنګ اسرائیلو د رفح ښار له ختیځې سیمې د نږدې ۱۰۰ زره وګړو د ایستلو امر کړی او په دې ښار یې د عملیاتو د پیل ګواښ کړی.

رفح د غزې تړانګې په جنوب کې پروت ښار دی، چې له ۱.۴ میلیون زیاتو ملکي وګړو پناه پکې اخیستي ده.

د صهیونیستی رژیم له لوري په رفح ښار د بریدونو له خبرداریو سره سم د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اړوند ادارې (انراوا) پر دې ښار د برید د ناوړه او بدو پایلو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې پر رفح د اسرائیلو برید د ملکیانو د لا کړولو او ځورولو تر څنګ د ځاني زیانونو د زیاتوالي په مانا دي. دغه‌راز په دې سیمه کې څه باندې ۱.۴ میلیونه مېشتو وګړو ته به بدې او ناوړه پایلې ولري.