د رفح ښار د ختیځې سیمې اوسېدونکو ته د صهیونیستي رژیم له خبرداري وروسته، په دې ښار د اسرائیلي یرغلګرو د هوايي بریدونو راپورونه خپاره شوي.
د دې بریدونو د ځاني او مالي تلفاتو په تړاو تر اوسه راپور نه دی ورکړل شوی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د صهیونیستي رژیم په دې اقدام اندېښنه ښودلې ده.
نوموړي ویلي: “پر رفح ښار د نږدې کېدونکي ستر نظامي برید د نښو نښانو په اړه ژوره اندېښنه لري.”
اسرائیلي اشغالګرو د رفح ښار د ختیځې سیمې اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی و، تر څو ژر تر ژره له دې سیمې ووځي.
له دې سره هممهاله حماس د قطر او مصر په منځګړیتوب غزه کې د اوربند له وړاندیز شوې طرحې سره هوکړه کړې، خو صهیونیستي رژیم یې بیا له منلو انکار کړی او پر رفح ښار یې د بریدونو پر دوام ټینګار کړی دی.