ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

یونیسف په افغانستان کې د اوبو پروژو پلې کول په خپلو کاري لومړيتوبونو کې نیولي

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په افغانستان کې د یونسیف له عمومي ریيس سره د اوبو او انرژي په پروژو کې د دوو اړخیزو همکاريو په هکله خبرې کړي.
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور په یوه ناسته کې په داسې حال کې چې د انرژي مرستیال مولوي حمدالله زاهد ، د اوبو مرستیال مجیب الرحمن عمر اخوندزاده او د وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم هم شتون درلود.
په افغانستان کې د یونسیف له عمومي ریيس ډاکټر تاج الدین او د نوموړې موسسې له یو شمېر نورو مسولینو سره د اوبو او انرژي پروژو په پلي کولو کې د دوو اړخیزو همکاریو په هکله خبرې کړي.
په یاده لیدنه کې، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د اقلیمي بدلونونو اغېزو او په افغانستان کې د اوبو د مدیریت ارزښت ته په اشارې سره د یونسیف له موسسې څخه غوښتي، چې د هېواد په لرو پرتو ولایتونو کې د څښاک اوبو د برابرولو پروژو په برخه کې اړینې کړنې تر سره کړي.
نوموړي ټینګار کړې؛ له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو د لېږد پروژې، د تخنیکي تجهیزاتو د برابرولو او د انجنیرانو د وړتیا د لوړولو په برخه کې له یاد وزارت سره همکاري وکړي.
په افغانستان کې د یونسیف موسسې عمومي ریيس ویلي، د اوبو پروژو پلي کول د یادې موسسې په لومړیتوبونو کې ځای لري او یونسیف په پام کې لري، چې په افغانستان کې د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا، د اوبو سرچینو د مدیریت او د څښاک روغتیایي اوبو د برابرولو په برخه کې کار وکړي.
نوموړي زیاته کړې، چې دغه موسسه به له دې وروسته په افغانستان کې د انرژي د پراختیا په برخه کې هم فعالیت وکړي.
دغه راز، په یاده ناسته کې دواړو لورو د اوبو د مدیریت او د انرژي د پراختیا په برخه کې د دوو اړخیزو همکاريو د ترسره کولو په موخه یو بل ته ډاډ او پر همغږۍ او د عملي همکاریو پر پیل باندې ټینګار شوی.