ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه؛ د کورنیو کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو په اړه خبرې شوي

د اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه، چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د ثور میاشتې په ۱۷مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، له اجنډا سره سم د یو شمېر اقتصادي موضوعاتو په اړه بحث وشو.

یادې غونډې ته د کورنیو کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څخه د ګټې اخیستنې کړنلارې مسوده او د کان کیندنې پروژو کې د کورنیو تولیداتو څخه د استفادې پالیسي د بحث لپاره وړاندې شوې وې.

په غونډه کې د کورنیو کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څخه د ګټې اخیستنې کړنلارې پر وړاندې شوې مسوده هر اړخیز بحث شوی.

تر هر اړخیزې ارزونې وروسته پرېکړه شوې، چې په یاده کړنلاره کې دې د صنعت او سوداګرۍ، اقتصاد او مالیې وزارتونه او د سټنډرډ ملي اداره ورسره همکار شي او دغه مسوده دې د لا غني کېدو په موخه د چارو ادارې لوی ریاست اړوند د تدارکاتو ریاست ته د نظر اخیستلو لپاره ولېږل شي.

همدارنګه د کان کیندنې پروژو کې د کورنیو تولیداتو څخه د استفادې په اړه د جوړې شوې پالیسۍ د اصلاح او غني کولو په موخه د اقتصادي معاونیت د اقتصادي ریاست په مشرۍ ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو په دې اړه ګډې ناستې وکړي او اصلاح شوې پالیسي دې بېرته د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې راتلونکې ناستې ته وړاندې کړي.